افغانان: ایراني توکي تحریم کړئ او مه یې پیرئ!


د ایران یزد ښار کې د افغان مسافرو د سوځولو څخه وروسته یو شمېر افغانان په ټولنیزو رسنیو کې د ایراني توکو د تحریم لپاره کمپاین پيل کړی او په کې له خلکو غوښتل شوي، چې د ایراني ځواکونو د جنایت لپاره د نورو لارو تر څنګ تهران ته باید اقتصادي ضربه هم ورکړل شي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ د افغانستان کلنۍ سوداګرۍ حجم ۸ ملیاردو ډالرو ته رسیږي، چې یوازې نږدې دوه زره ملیونه ډالر یې د ایران څخه واردات دي.

د جاوید کریمي په نوم یو تن پر ټولنیزه پاڼه فیسبوک کې لیکلي، نړېوال پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، د ایراني توکو لپاره یوازینۍ ښه او ارزانه بازار افغانستان دی، چې باید د فشار د یوې الې په توګه افغان حکومت ورڅخه استفاده وکړي او ایراني توکو وراداتو باندي بندیز ولګوي.

 نوموړي زیاته کړې، افغانان باید د ایراني توکو بدیل ته نظر وکړي، چې د مثال په ډول ایراني پنیرو پر ځای افغان هغه واخلي.

د عصمت الله مایار په نوم یو بل فیسبوک کارونکي لیکلي، چې په اوسني وخت کې د ایراني جنایتونو پر وړاندي د درېدو یواځینۍ او تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده، چې تر دې وروسته د دغه هېواد له توکو ګټه نه اخستل کیږي.

یو بل تن انجینر شیرین اغا جهانګیر بیا د ایراني توکو د تحریمولو تر څنګ ویلي، خپلو ملګرو کې هر هغه کس سره اړېکي پرې کوي، چې ایراني توکو څخه ګټه واخلي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، حکومت باید د ایران څخه د وارداتو پر ځای نورو بدیلو لارو باندي غور وکړي.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چاروکارپوه تاج محمد تمکین زاویه نیوز ته وویل، یووشتمه پېړۍ کې جنګونه او روابط ټول اقتصادي دي او حکومتونه هم له نورو اقتصادي غچ اخلي.

د ویلو ده، چې ایران د خپلو جنایتونو په دوام سره درې ورځې وړاندي د افغان مسافرینو یو موټر باندې ډزې وکړې، چې پایله کې درې تنه شهیدان او یو شمېر نور ورک شول.

  • 18 غبرګولی 1399